پر پاکستان دې نړۍوالو فشارونه زیات شي

لیدنې: 203

د پاکستان په مقابل کې د نړۍوالو له لوري سختو فشارونو ته اړتیا ده.


کابل چې د دوشنبې او سه شنبې پر ورځ د پاکستان ، قزاقستان او ازبکستان د لوی درستیزانو کوربه وه، غوښتنې دا کېږي چې اسلام اباد باید د سیمې او نړۍ د کلکو عملي فشارونو لاندې ونیول شي.


په دې غونډه کې چې د امریکا په نوښت جوړه شوې د ترهګرۍ په ګواښونو او د نشه‌یي توکو د قاچاق په مخنیوي خبرې کېږي.

دا ناسته په کابل کې بهرنیو ځواکونو قومندان له لوري رابلل شوې چې د خبرو څرنګوالی یې ترهګري او نشه یي توکي دي.

له پاکستان سره د ناکامه خبرو وروسته د دغه هېواد لوی درستیز قمرباجوه د کابل مېلمه و چې د لوی درستیزانو په غونډه کې ګډون کړی باور داسې کېږي چې اوس دغه هېواد غواړي د نړیوالو فشار راټیټ کړي.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم د سیمه ییز اجماع لپاره د قزاقستان او ازبکستان له امنیتي چارواکو سره خبرې کړې.


له ارګ په خپره شوې وینا پاڼه کې دغه راز ویل شوي چې ولسمشر غني د ازبکستان او قزاقستان له لوی درستیزانو سره په ناسته کې ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړي.


د مشرانو جرګې غړي هم پر پاکستان د لازیاتو فشارونو تمه لري او له دې هېواد سره خبرې له عملي اقداماتو پرته د وخت ضایع بولي.

باور کېږي چې افغانستان د پاکستان سره په خبرو کې په ګټونکي اړخ دی او پاکستان ځکه خبرو ته تیار نه دی چې د افغان حکومت او نړۍوالو تمه له دې هېواد ډېره کېږي او پاکستان اوس په پخواني قوي دریځ کې نه ده.