افغانستان دې د شانګهای سازمان دایمي غړی شي

لیدنې: 142

افغانستان ته باید په شانګهای سازمان کې دایمي غړيتوب ورکړل شي.


د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د تروریزم او نشه یې توکو په وړاندې ګټور رول لوبولی شي.


د مشرانو جرګې لومړی مرستیال علم ایزدیار وايي، افغانستان ته باید په شانګهای سازمان کې دایمي غړيتوب ورکړل شي او شانګهای سازمان باید د افغانستان په تړاو عملي ګامونه پورته کړي.


د سه شنبې پر ورځ د یوه تحقیقي بنسټ په نوښت د پوهنتون استادان او اقتصادي کارپوهان راټول شوي و تر څو د شانګهای سازمان په موثریت او په دې سازمان کې د افغانستان د دایمي غړیتوب په اخیستو عملي بحث وکړي.


د مشرانو جرګې لومړی مرستیال علم ایزدیار وايي، د شانګهای په سازمان کې د افغانستان دایمي غړیتوب د شته ستونزو په وړاندې ډېر ګټور تمامېدای شي.

روسیه، چین، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان د شانګهای سازمان پنځه دایمي غړي دي، هند، ایران، افغانستان، پاکستان او یو شمېر نور یې بیا ناظر غړیتوب لري او د افغانستان هڅه دا ده چې د یاد سازمان دایمي غړیتوب تر لاسه کړي.


شانګهای سازمان هر کال د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان د ستونزو په تړاو ناستې جوړوي، د افغانستان د ستونزو په خاطر زیاتې ژمنې کیږي خو د عمل په برخه کې بیا ګوټلې ګامونه نه پورته کیږي.