په زړه سوري زرګونه افغان‌ماشومان له درملنې پاتې دي

لیدنې: 157

په هېواد کې لاهم شپږ زره ماشومان د زړه د ناروغۍ د درملنې په انتظار دي.


د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي٬ ددغو ماشومانو د درملنې لپاره پنځلسه میلیونه ډالرو ته اړتیاده٬ ترڅو ددغو ماشومانو درملنه وشي.


د افغاني سرې میاشتي ټولنې سره هره ورځ له لسو تر پنځلسو ماشومان له دوی سره ثبت کیږي، خو دوی دومره امکانات نه لري چې د ټولو درملنه وکړي.


افغاني سرې میاشتې ټولنې یوځل بیا ۹۹ هغه افغان ماشومان جرمني ته د درملنې لپاره واستول چې زړونه یې سوري، سوځېدلي او یا هم د هډوکو ناروغي یې درلوده .


د دغه ټولنې مسوولین وایي لاهم په  هېواد کې شپږ زره هغه ماشومان په بهر کې د درملنې انتظار باسي چې زړونه یې سوري دي.


سرې میاشتې ټولنه د دغه ماشومانو د درملنې امکانات نه لري ځکه ۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.


د سرې میاشتې سرپرست داکتر میرویس اکرم وايي هرکال یوازې د زرو  ماشومانود درملنې  امکانات لري٬ چې ماشومان المان هېواد ته واستوي.


مسوولین وایي په کور دننه یې د دغه ناروغه ماشومانو لپاره روغتون جوړ کړی چې ډېر ژر به کار پیل کړي .


د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې تر دې دمه یې د څلور زره سوځېدلو ماشومانو او د هډوکو په ناروغۍ د اخته ماشومانو او هم اوه زره هغو ماشومانو درملنه کړې چې زړونه یې سوري وو.


افغاني سرې میاشتي ټولنه وايي٬ د هډکو٬ او سوزیدنې په برخه کې تر دې مهاله ۴۰۰۰ ماشومان تداوی کړي٬ او دغه راز د سوري زړه په برخه کې هم ۷۰۰۰ کسانو درملنه کړې ده.