فلسطین نور په سوله کې د امریکا منځګړیتوب نه مني

لیدنې: 153

محمود عباس وايي د سولې په خبرو کې نور د امریکا منځګړیتوب نه مني.


د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي له اسراييلو سره د سولې لپاره یو نړۍوال کنفرانس ته اړتیا لیدل کېږي.


محمود عباس د سوریې په سوچي کې له روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې دا خبرې وکړې.


د فلسطین ولسمشر محمود عباس د روسیې سوچي ته تللی چې د اسرايیلو او فلسطین ترمنځ د سولې په اړه خبرې وکړي.


محمود عباس وايي د سولې په خبرو کې نور د امریکا منځګړیتوب نه مني.


د فلسطین ولسمشر محمود عباس داسې ویلي (( کوم اټموسفیر چې امریکا د خپل دریځ له امله په منځني ختیځ کې جوړ کړی موږ یې مخالف یو، او له نن وروسته به د هغوی منځګړیتوب و نه منو،ځکه موږ د امریکا د دریځ خلاف یو.))


محمود عباس وايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې هم په دې اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.


عباس زیاته کړه چې د سولې لپاره باید یو نړۍوال کنفرانس جوړ شي خو امریکا به پکې یوازې د یوه غړي په توګه برخه واخلي.


محمود عباس داسې وویل (( که د سولې نړۍوال کنفرانس جوړیږي موږ غواړو چې په داسې میکانیزم کار وشي چې امریکا په کې د منځګړي نه بلکې د دغه کنفرانس د یوه غړي په توګه برخه واخلي.))


عباس په سوچي کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.


محمود عباس وروسته له هغې د امریکا پر وړاندې مخالف دریځ اختیار کړ چې ټرمپ د بیت المقدس د اسراييلي پلازمییني په توګه په رسمیت وپیژنده.