امریکا داعش سره جګړه کې د مصر ملګرتیا کوي

لیدنې: 109

امریکا د داعش پر وړاندې جګړه کې له مصر ملاتړ کوي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن منځني ختیځ ته د خپل سفر پر مهال د مصر له چارواکو سره وکتل.


ریکس ټیلرسن مصر ته تللی چې له خپل مصري سیال سمیع شکري سره د روانو کړکیچونو په اړه خبرې وکړي.


ټیلرسن د مصر د ولسمشریزو ټاکنو هرکلی هم وکړ چې په راتلونکې مارچ میاشت کې به ترسره شي.


په پام کې ده چې ټیلرسن به له مصر وروسته د منځني ختیځ نورو هیوادونو ته هم ولاړ شي.