پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره قانون سخت کړ

لیدنې: 171

د پاکستان حکومت وايي، ټولې ترهګرې ډلې به د بندیزونو په لېست کې شاملې کړي.


د پاکستان حکومت د ترهګرۍ په تړاو خپل قانون کې تر بدلون وروسته اعلان وکړ چې ټولې هغه ډلې به د بندیزونو لیست کې شامل کړي چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې ترهګر بولي.

د راپورونو له مخې دغه قانون د پاکستان د جمهور رییس تر تقنینی فرمان وروسته نافذ شوی دی.

د اسلام اباد امنیتي چارواکو بیا رسنیو ته ویلي چې په دې اړه یې حکم ترلاسه کړی خو تر دې دمه ورته د ترهګرو ډلو پر ضد د ګام اخیستو امر نه دی شوی.