کابل د سیمې هېوادونو د پوځي مشرانو کوربه دی

لیدنې: 254

کابل کې نن سه شنبه د سیمې د پوځي مشرانو تر منځ غونډه کېږي.


د افغانستان دفاع وزارت تائید کړې چې غونډه کې د ګډون په موخه د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم کابل ته رارسېدلی.


غونډه کې به د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزیف وټل، د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن، افغان لوی درستیز محمد شریف یفتلي او د مرکزي اسیا د دریو هیوادونو مشران برخه واخلي.


راپورونه وایي، ناسته کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې او د هیوادونو تر منځ د ګډې همکارۍ په تړاو بحث وشي.