روسیه د ایران له اټومي‌هوکړې ملاتړ ته دوام ورکوي

لیدنې: 187

روسیې د ایران د شوې اټومي هوکړې په تړاو یو ځل بیا پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.


د روسیې بهرنیو چارو وزیر وايي د ایران اټومي هوکړې نه یواځې د اټومي وسلو د مخنیوي په برخه کې مهمه ده بلکې د سیمې د ثبات په خوندي کولو کې هم خورا مهم رول لري.


بل خوا ټاکل شوې اروپايي ټولنه هم نن د ایران له شوې اټومي هوکړې څخه د خپل ملاتړ دوام اعلان کړي.


روسیې په داسې حال کې یو ځل بیا د ایران له اټومي هوکړې څخه د خپل ملاتړ د دوام ژمنه وکړه چې د امریکا د جمهور ریس لپاره هغه ورکړل شوې وروستۍ نیټه را رسېدلې چې د شوې هوکړې له مخې د ایران پر تیلو د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو لپاره خپله پریکړه وکړي.


د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار کړی چې د ایران اټومي هوکړه د سیمې په ثبات او د اټومي وسلو په مخنیوي کې خورا مهم رول لري.


د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف داسې ویلي (( موږ به د دغه پروګرام د دوام لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړو او دا د سیمې د ثبات په خوندي کولو او د اټومي وسلو د مخنیوي په برخو کې ستر اهمیت لري.))

بل خوا بیا ټاکل شوې د روسیې تر څنګ اروپايي ټولنه هم له ایران سره د وروستۍ اټومي هوکړې په تړاو خپل ملاتړ اعلان کړي. راپورونه وايي د بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایران چارواکي به د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګ لارې د مشرې فیدریکا موګریني تر رهبرۍ لاندې نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ایران د اټومي هوکړې په اړه خبرې وکړي او ټاکل شوې له دغې هوکړې خپل ملاتړ اعلان کړي.


د امریکا جمهور ریس د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ د شوې اټومي هوکړې پر وړاندې مخالفت لري او دغه هوکړه د امریکا د ګټو پر ضد بولي.


 بل خوا بیا د ایران د اټومي انرژۍ ادارې خبرداری ورکړی چې د امریکا له خوا پر ایران د بندیزونو بیا لګول د شوې اټومي هوکړې خلاف عمل دی او په وینا یې ایران دغه وړتیا لري چې د یورانیمو غني کول په پراخه اندازه لوړ کړي.


راپورونه د یو اروپايي ډیپلوماټ له قوله وايي، ایران دغې هوکړې ته خپلې ژمنتیاوې عملي کړي او اروپايي ټولنه هڅه کوي ایران دېته وهڅوي چې خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.