پاکستان کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښته شوې

لیدنې: 238

پاکستان کې د لاریون کوونکو او پولیسو تر منځ نښته کې دوه ملکي وګړي ووژل شول.


لاریون د پاکستان په ختیځ کې پر یوې اوه کلنې نجلۍ د جنسي تیري او د هغې د وژل کېدو په تړاو پیل او وروسته له پولیسو سره په تاوتریخوالي پای ته ورسېد.


پاکستاني پولیسو د دغې نجلۍ جسد د هغې له لادرکه کېدو څلور ورځې وروسته په یوه زباله دانۍ کې وموند.


د پاکستان ختیځ ته په کاسور سیمه کې د دغې نجلۍ وژل کېدو او پر شوي جنسي تیري د سیمې د میشتو وګړو سخت غبرګونونه راپورته کړي او پر حکومت یې نیوکې کړي چې د ورته پېښو په مخنیوي کې هڅې نه کوي.


په ورته وخت کې دغې پېښې د پاکستان د ملکي او نظامي مشرتابه پام ځانه ته را اړولی او تر څنګ یې د پنجاب اعلا وزیر شهباز شریف هم په همدې تړاو د جدي اقداماتو د تر سره کولو امر کړی.