د افغانستان د کړکېچ په حل کې د روسیې همکاري اړینه ده

لیدنې: 180

امریکا او روسیې د افغانستان د کړکېچ د حل په اړه خبرې کړي.


ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار د روسیې د ملي امنیت شورا له غړیو سره په کتنه کې په افغانستان کې له مسکو سره همکارۍ ته چمتووالی وښود.


په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا وویل، د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک مستر د افغانستان د کړکېچ په هواري کې د مسکو د همکارۍ هرکلی وکړ.


د امریکا د ملي امنیت سلاکار تیره ورځ د روسیې د ملي امنیت شورا له غړیو سره لیدلي دي.


نبنزیا د افغانستان په اړه د روسیې او امریکا همکارۍ ضروري وبلله.


تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې ویلي و چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له امریکا سره ګډې هلې ځلې کولی شي او باور لري چې ګډې هڅې به اغېزمنې وي.