خوږیاڼو کې ځانګړو ځواکونو ۲۱طالبان وژلي

لیدنې: 201

خوږیاڼو ولسوالۍ کې یوویشت وسله‌وال وژل شوي .


د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ ادوړ سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو  عملیاتو کې د طالبانو درې سرګروپانو په ګډون یویشت تنه وژل شوي دي.


یوې باوري سرچېنې شمشاد ته وویل، دغو عملیاتو کې د قاري نصرالله، قاري مدثر او قاري نادر په ګډون ټول ۲۱ تنه وژل شوي او وسلې یې هم  افغان ځواکونو تر لاسه کړي دي.


سرچېنې ویلي، عملیاتو کې یو شمېر طالبان ټپیان شوي هم دي.


اخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د تیرې شپې د دغې چاپې په مهال ۱۳ ځانګړي ځواکونه د دوی ملګرو وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.