د حزب اسلامي لسګونه زندانیان له بند ازاد شول

لیدنې: 184

د پلچرخي او بګرام له زندانه نن د حزب اسلامي پنځه اویا زندانیان خوشي شول.


حزب اسلامي ویلي، دغه زندانیان د حکومت او دوی ترمنځ د سولې د شوې هوکړې له مخې خوشي شول.


د حزب اسلامي سرچېنې وايي، لاهم په بګرام  او پلچرخي کې د دوی شاوخوا درې نیم زره کسان زندانیان دي چې دوی یې د خوشې کولو لپاره حکومت ته نوملړ هم ورکړی دی.


د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د شوې هوکړې له مخې دا درېیمه ډله بندیان دي چې له څرخي پله او بګرام څخه خوشې کېږي.