امریکا په افغانستان کې پر خپلو پروژو څار نه لري

لیدنې: 151

پنټاګون افغانستان کې اته میلیارده ډالر په بې ارزښته پروژو مصرف کړي.


 افغانستان کې د امریکا د مرستو د څار وروستۍ موندنې ښیي چې پنټاګون له اته سوه درویشت میلیونه ډالرو څخه شپږ سوه پنځه اویا میلیونه ډالر په هغو پروژو لګولي چې اوس یې یا ګټه نه رسي او یا هم له منځه تللي دي.


له دې سره سم د کانګرس د عدلي کمیټې رییس دغه موندنې د پنټاګون لویه ناکامي بللې.


د سیګار وروستۍ موندنې چې د ۲۰۱۰م او ۲۰۱۴م کال کې یې د پنټاګون د پراختیايي پروژې یو قرارداد څېړلی په ډاګه کړې چې څه باندې اته سوه میلیونه ډالر په هغو پروژو لګېدلي چې هېڅ ګټه یې نه ده رسېدلې.


سیګار په خپل وروستي راپور کې داسې لیکلي (( کانګرس د ۸۲۳ میلیونه ډالر پنټاګون ته ومنل څو افغانستان کې پراختیايي پروژې پلې کړي، دغه پیسې ټولې په مستقیمه او نامستقیمه توګه پر هغو پروژو مصرف شوې چې یا نیمګړې پاتې دي او یا یې هم هېڅ ګټه نه ده رسېدلې))


په ورته وخت کې د امریکا د کانګرس د قضايي کمیټې رییس د سیګار دغه موندنې شرمونکی بولي.


سین چاک ګراسلي داسې ویلي (( دغه موندنې د پنټاګون بله لویه ناکامي په ګوته کوي چې نه شي توانیدلی د امریکا مرستې په اغیزمنه توګه مصرف کړي. دا یوه بېلګه ده او د امریکا خلک نه پوهېږي چې نورو پیسو سره به یې څه کېږي))


د دغو موندونو پر اساس تیفبسو شرکت د افغانستان له امنیتي، فرهنګي وضعیت په بې خبرۍ د یوشمېر پروژو قراردادونه لاسلیک کړي چې اصلاً هلته د پلي کېدو وړ نه وې.