حقوق‌پوهان: حکومت اساسي قانون ته درناوی نه دی کړی

لیدنې: 195

په اساسي قانون د تطبیق د څار کمېسیون پلان لري چې اساسي قانون د ښوونځیو او پوهنتونونو په نصاب کې شامل کړي.


د اساسي قانون د څار کمیسیون وايي٬ له لوړو زده کړو وزارت سره هوکړې ته رسیدلی چې اساسي قانون یو مضمون کړي او د پوهنې وزارت سره کار کوي چې د اساسي قانون ځینې مادې په ښوونځيو کې تدریس کړي.


د اساسي قانون نمانځغونډه چې د سرحدونو او قبایلو وزارت کې برابره شوې، پر حکومت نیوکه وشوه چې اساسي قانون ته درناوی نه لري.


اساسي قانون چې هر کله په ملي موضوعاتو کې مخ ته راځي، په ډیرو مواردو کې يې ځینې مادې نقض شوي چې بې عدالتي یې رامنځ ته کړې.


دلته د سرحدونو او قبایلو وزارت کې د اساسي قانون اوونۍ نمانځغونډه کې خبر ورکړل شو چې په اساسي قانون د پوهیدو لپاره کار کوي چې ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې نصاب کړي.


 د اساسي قانون د مادو په نقض کې لومړی ګوته حکومت نیول کیږي چې ګنې قانون ته په نه درناوي یې نور خلک هم زړه ور کړي چې قانون ته درناوی و نه کړي.


له دې سره په ولسي جرګه کې هم نیوکه شوې چې اساسي قانون ته درناوی نه لري او ډیرې مادې یې نقض کړي دي.


د اساسي قانون څوارلسمه کالیزه چې له یوې اوونۍ راهیسې یې نمانځنه پيل شوې، زیاتو حقوق پوهانو په حکومت نیوکه کړې چې قانون ته یې درناوی نه دی کړی او دا کار د بې عدالتۍ او ستونزو پيدا کولو لامل شوی.