حکومت دې د عطا نور په تړاو خپله پرېکړه عملي کړي

لیدنې: 330

حکومت اړتیا نه ویني چې د قانون په شتون کې  د بلخ له ګوښه شوي والي سره خپل زور وازمایي.


د بلخ مخکیني والي ویلي، که ارګ د نظامي هڅو له لارې مخکې راشي د کابل د خیرخانې سیمې به هم راتېر نه شي.


نیوکه کوونکي د عطامحمد نور خبرې د هېواد په خیر نه ویني، خو غوښتنه کېږي چې زورواکي باید پای ته ورسیږي.


حکومت ته د عطامحمد نور له جدي ګواښونو ښکاري چې بلخ ته د حکومت په استازیتوب د کورنیو چارو وزیر ویس برمک سفر بې پایلې و.


د نور په وینا د امنیتي ځواکونو ډېره برخه یې په امر حرکت کوي او باور لري چې حکومت به د خیرخانې هم را تېر نه شي.


د ملي شورا غړی هاشم الکوزی او ګلالۍ نور ساپۍ د عطا محمد نور څرګندونې غیر مسولانه او ناسنجیده ګني چې په باور یې حکومت د چا سره د زور ازمایښت نه کوي.


جمعیت اسلامي له یو پلوه د نور پرسر حکومت سره خبرې کول غواړي خو له بل لوري حکومت ته ګواښونه کوي.


نیوکه کوونکي د سیاسي جنجالونو حل په خبرو کې ویني او زورواکي د هېواد د سیاسي ثبات په زیان ګڼي.


نږدې یوه میاشت تېرېږي چې حکومت د بلخ والي عطامحمد نور له دندې ګوښه کړی خو تر اوسه نه دی بریالی شوی چې نوی والي انجینر داود دې ولایت لپاره واستوي.


له حکومت تمې دا کېږي چې خپله پرېکړه عملي کړي او د چا فشارونه ونه مني.