د کوریا ټاپوزمې ته امریکايي پوځي الوتکه ننوتې

لیدنې: 267

د امریکا یوه بم غورځونکې الوتکه د کوریا ټاپو وزمې فضا ته ننوتې ده.


د بي یو بي په نوم د امریکا دغه ستره بم غورځونکې الوتکه له سویلي کوریا سره د روانو تمرینونو په ترڅ کې د کوریا ټاپو وزمې پر سر تیره شوې چې ګڼې اندیښنې يې پیدا کړي.


سویلي کوریا د دغه خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې له تمرینونو پرته یې کومه بله موخه نه وه.


اخوا شمالي کوریا د امریکا د دغه کار سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، چې کوریا ټاپو وزمه به د اټومي جګړې اور ته ټیل وهي.


دا امریکا دغه غوسه پارونکي حرکات داسې مهال کیږي چې چین او روسیې څه موده وړاندې هم ادعا کړې وه، چې امریکا په لوی لاس له شمالي کوریا سره جګړه پیلول غواړي.