ماین چاودنې په شمالي‌وزیرستان کې شپږ تنه ووژل

لیدنې: 214

په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه ۶ تنه و وژل شول او اته تنه نور ټپیان دي.


راپورونه وايي؛ بم په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و چې د ریموټ له لارې کنټرول کیده.


په وژل شویو کې درې تنه امنیتي ځواکونه هم شامل دي.


د دغه برید موخه هغه موټر و چې پوځیان یې لیږدول.


تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.


په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځيانو له عملیاتو سره د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو بریدونو هم زور اخیستی دی.