د لبنان لومړي وزیر خپله استعفا بېرته واخیسته

لیدنې: 144

د لبنان لومړي وزير سعد الحريري خپله استعفا لغوه کړه.


حريري خپله استعفا د لبنان د وزيرانو شورا له غونډې وروسته بيرته واخيسته. هغه وويل د کابينې په کلکه غوښتنه یې دغه کار کړی دی.


سعد الحريري د تيرې نومبر مياشتې په ۴مه نيټه په سعودي کې په ناڅاپي توګه استعفا ورکړه او نږدې درې اونۍ کور ته ستون نه شو.


حريري د خپلې استعفا اصلي لامل په سيمه او ځانګړې توګه لبنان کې د ايران په ملاتړ د حزب الله بې ځايه لاسوهنه وبلله.