اچین کې پنځه ویشت داعش جنګیالي ووژل شول

لیدنې: 172

ننګرهار کې د بې پيلوټه الوتکې برید کې پنځه ویشت داعش جنګیالي وژل شوي دي.


د ننګرهار اچین کې بې پیلوټه الوتکې برید پنځه ویشت داعش وسله وال وژلي دي.


د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول حضرت حسین مشرقیوال وايي، برید تېر مازدیګر مهال شوی دی.


په وژل شویو کې ځېنې یې د داعش ډلې سرګروپان هم دي.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.