پنټاګون د حسن خطاب وژل تائید کړل

لیدنې: 218

پنتاګون په افغانستان کې د القاعده لوړپوړي قومندان د وژل کېدو خبر تایید کړ.


د القاعده دغه قومندان چې حسن خطاب نومېده وړمه ورځ د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یو شمېر نورو طالبانو سره یو ځای وژل شوی دی.


د القاعده نږدې اتیا غړي چې د القاعده لوړپوړي چارواکي هم په کې شامل دي د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوي دي.


له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغو عملیاتو کې چې په درې ولایتونو کې تر سره شوي په لسګونه نور القاعده او طالبان نیول شوي دي.


په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د القاعده دغه قومندان په افغانستان کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې مهم رول درلود.


ویل کېږي دغه قومندان له طالبانو سره یو ځای په شپنیو عملیاتو کې مشورییز رول درلود.


طالبانو بیا دغه راپور په کلکه رد کړی دی.