هرات کې ناپېژانده وسله‌والو یو قومي مشر وواژه

لیدنې: 161

د هرات زنده‌جان ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو یو قومي مشر وژلی دی.


دغه قومي مشر غلام احمد مودودي نن سهار د هرات زنده جان ولسوالۍ په ریګ کلي کې د موټر سایکل سپرو په برید کې وژل شوی دی.


د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، بریدګر تښتیدلي او د پېښې په تړاو تر  اوسه څوک نه دي نیول شوي.


هرات یو له هغو ولایتونو دی چې تر ډېره په کې قومي مخور په نښه کېږي.