سوله د تسلیمۍ په مانا نه ده

لیدنې: 161

سوله د تسلیمۍ په مانا نه ده او ټولو مخالیفو ډلو ته د سولې لارې روښانه او واضح شوي دي.


د سولي د عالي شورا دارالانشا مشر اکرم خپلواک په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت د سولې میکانیزم او ستراتیژي جوړه کړې، چې دولت ضد ډلو ته په کې ټولې لارې روښانه او واضح شوي دي.


خپلواک وویل، سوله د ټول افغان ولس او دولت له هرڅه مهمه غوښتنه ده.


خپلواک همداراز وویل، په نږدې راتلونکې کې به د سولې راوستو په موخه کابل کې یو لوی کنفرانس هم جوړ شي.


نوموړي همداراز له ټولو سیاسي ، نفوذي مشرانو او مدني فعالانو وغوښتل چې د افغان سولې په راوستو کې خپل رول ادا کړي.