د سوریې سلګونه وګړي مخالفینو سره کلابند دي

لیدنې: 180

په سوریه کې ۴۰۰ زره کسان د له مخالفینو سره کلابند دي.


د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه وايي؛ د روسیې او سوریې هوايي بریدونه زیات شوي خو اوس هم زرګونه بې ګناه وګړي د وسله والو تر ولکې لاندې سیمو کې بند پاتې دي.

ملګري ملتونه وايي؛ پر سوریه د بریدونو زیاتیدل یوازې د ترکیې، ایران او روسیې د سولې هڅې ناکاموي.

د تیرې شنبې ورځې راهیسې په دغو بریدونو کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.

روسیه یو لور ته د سیاسي حل لارې خبرې کوي خو بل لور ته یې پر دیرالزور او پلازمېنې دمشق کې بمباریو ته زور ورکړی دی.