ترکیه: امریکا او روسیه دې په سوریه کې جګړه بس کړي

لیدنې: 194

ترکیې پر روسیې او امریکا غږ وکړ چې د سوریې له جګړې لاس واخلي.


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي؛ روانه جګړه باید د خبرو اترو او سیاسي مذاکراتو له لارې حل شي.


اردوغان له خپل روسي سیال پوتین سره په ګډ خبري کنفرانس کې دغه څرګندونې وکړې.
په ورته وخت کې امریکا او روسیې هم هوکړه وکړه چې نور به په سوریه کې د سولې لار غوره کړي.
په سوریې کې له څه کم و زیات شپږ کلنې خونړۍ جګړې وروسته ښکیلې خواوې اوس له دغې جګړې له لاس اخیستو خبره کوي.


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوچي کې له خپل روسي سیال سره په یوه خبري غونډه کې له امریکا او روسیې وغوښتل چې نور د سولې لار غوره کړي او د سوریې روان ناورین د مذاکراتو له لارې حل کړي.
اردوغان وویل؛ په سوریه کې د خوندي ځایونو جوړول ورته لومړیتوب دی او په دې تړاو یې له متحدو هیوادونو سره هوکړه کړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان داسې وویل (( د استانې خبرو او د خوندي ځایونو په تړاو هوکړه لیکونو ډیرو نورو مهمو مسایلو ته لار هواره کړې ده. موږ اوس له ټولو ښکیلو غواړو چې د سیاسي حل لارې په موندلو کې له یو بل سره همکاري وکړي.))

هغه زیاته کړه چې د دغو خوندي ځایونو د جوړولو لپاره یې میلیونونه ډالر لګښت کړی او له حلب او ایدلیب سیمو به ورته کډوال ور وستل شي.
همدا راز روسیې هم پر سیاسي حل لارې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې تړاو یې له امریکا او نورو ښکیلو خواو سره هم خبرې کړې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (( ما ولسمشر اردغان سره د ایپک کنفرانس پر مهال د دې موضوع په اړه خبرې وکړې. موږ او امریکې د یوې ګډې خبر پاڼې په خپرولو سره هم په سوریه کې د سولې حل لاره غوره ګڼلې ده.))

امریکا وايي؛ سولې ته لیواله دي خو سوریه کې به له داعش او نورو ترهګریزو ډلو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
دا خبرې داسې مهال کیږي چې تیره ورځ په سوریه کې هوايي بریدونو لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله خو تر دې دمه څرګنده نه ده چې دغه بریدونه د چا له لوري شوي دي.