ایران او عراق کې وروستۍ زلزلې د ۴۰۰کسانو ژوند واخیست

لیدنې: 156

د ایران او عراق پر ګډه پوله د وروستۍ زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمیر له ۷۰۰۰ واوښت.


په دغه زلزله کې له ۴۰۰ زیات مړه او نږدې ۷۰۰۰ کسان ټپیان دي.


روغتیايي چارواکي وايي؛ هغه کسان یې پلازمینې تهران ته استولي چې روغتیايي وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.
دغې زلزلې د عراق په یو شمیر سیمو کې هم سخته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په تیرو څو لسیزو کې تر ټولو سخته زلزله ګڼل شوې چې دومره درانه زیانونه اړوي.


د ژغورنې ډله او روغتيايي چارواکي په سیمه کې دي چې ټپیان روغتونونو ته واستوي او په خاورو کې د بند پاتي کسان وژغوري.
روغتیايي مسؤلین وايي؛ له سلو زیات کسان چې روغتیايي وضعیت یې خراب دی پلازمینې تهران ته یې استولي دي.

د زلزلې زیانمن شوي داسې وايي (( زلزله لنډه خو ډېره سخته وه، موږ فکر نه و کړی چې دومره درنه زلزله به وي.))

((په زلزله کې زیانمن شوې سیمې هیڅ ډول اسانتیاو ته لاسرسی نه لري، نه د بریښنا او نه د اوبو.))
((زما روغتیايي وضعیت ښه نه دی، زه له تیرو ۱۸ ساعتونو د کرمانشاه په روغتون کې وم)ّ)

په دغه زلزلې کې له پولې ها غاړه د عراق په کرکووک او سلیمانيه کې هم لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
روغتیايي چارواکي اندښنه لري چې اوس هم ګڼ شمیر کسان د خاورو لاندې بند پاتې دي او ګومان کیږي چې د مرګ ژوبلې شمیر تر دې هم لوړ شي.


زلزله ځپلو سیمو ته د روحاني په ګډون ګڼ شمیر لوړپوړي چارواکي هم ورغلي دي.
د ترکیې د ولسمشر ترڅنګ د نړۍ نورو هیوادونو هم ایران ته د خواخوږۍ پیغامونه استولي دي.