کاناډا له روهنګیايي کډوالو سره د مرستو چمتوالی نیولی

لیدنې: 149

کاناډا چمتو ده چې روهنګيايي کډوالو ته مرستې واستوي.


د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د سویل ختیځې اسیا هیوادونو په غونډه کې دغه ژمنه وکړه.


ټروډو داسې مهال دغه ژمنه وکړه چې میانمار پوځ په یوې خبر پاڼه کې پر روهنګیايي مسلمانانو د زور زیاتي تورونه رد کړل.


میانمار پوځ وايي؛ په راښېن کې یې د ترهګرو پر وړاندې عملیات پیل کړي او دا یې د هیواد د امنیت لپاره ډیر مهم دي.


په ورته وخت کې بنګلدیش ته د روهنګیايي کډوالو شمیر له ۶۰۰ زرو اوښتی او دغه لړۍ لا هم دوام لري.