فاریاب کې لسګونه طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

لیدنې: 205

د فاریاب امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه څلور پنځوس طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


شمال زون کې له ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه افغان ځواکونو د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو پر مهمو سنګرونو هوايي بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې یې لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.


د خبرپاڼې په حواله، په دغو بریدونو کې درې دېرش طالبان وژل شوي او یویشت نور ټپیان دي.


د شاهین قول اردو د خبرپاڼې په وينا، په یادو عملیاتو کې د وسله  والو اته دېرش عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.


طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.