د حکومت اجرایه رئیس شمالي امریکا ته تللی

لیدنې: 173

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله شمالي امریکا ته تللی.


هغه به خپل رسمي سفر نن د سه شنبې پر ورځ د امریکا پیل کړي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو او امریکا کانګرس ته وینا وکړي.


ښاغلی عبدالله به د امریکا له لیدنې وروسته کاناډا ته لاړ شي او هلته به د هالیفکس نړیوالې امنیتي غونډه کې هم ګډون او وینا وکړي.


په دې نړیواله غونډه کې چې ممکن د جمعې په ورځ شي، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او سازمانونو ۳۰۰ استازي ګډون کوي.