د مباېل ټکس بندېده بودجه کې کسر رامنځ‌ته کوي

لیدنې: 156

مالیې وزارت د مباېل ټکس له درکه ۹ میلیارده افغانۍ را ټولې کړي دي.


د ماليې وزیر وایي، د موبایل د لګښت د ټکس له درکه یې نږدې ۹ میلیارده افغانۍ راټولې کړي دي.

د ماليې وزیر اکلیل حکمیي چې نن مشرانو جرګې ورغوښتی و وویل، په پام کې لري چې له دې درکه هر کال څلور میلیارده افغانۍ د دولت خزانې ته راټولې کړي.

د حکیمي په خبره، ځینې داخلي کړۍ هڅه کوي دا ټکس تر سوال لاندې راولي او که ټکس بند شي بودجه کې کسر رامنځ‌ته کېږي.

حکیمي ډاډ څرګند کړ چې له دې درکه په لاس راغلې پیسې شفافي دي او په هرو پنځلس ورځو کې یې راپور اخلي.