حکومت د روهنګیایانو بېرته ستنېدو ته څه نه دي پرېښي

لیدنې: 169

ملګري ملتونه وايي، میانمار د روهنګیایانو کورونه، سیمې او مالونه داسې سوځولي، چې د دوی د بېرته ستنیدو امکان کم شي.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مسولینو د تازه څرګندونو له مخې د میانمار د راخین ایالت ځینو سیمو ته د بې ځایه شوو روهینګیایانو بېرته ستنېدل ناممکن دي، ځکه هلته یې هر څه له منځه وړل شوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسون ټینګار کوي، چې میانمار ته د دغو بې ځایه شوو له بېرته ستنیدو وړاندې دې د دوی ټول حقونه خوندي شي.
میانمار کې د تېرې اګست میاشتې له ۲۵ مې نیټې راهیسې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د دغه هېواد د پوځ له خوا تاوتریخوالی روان دی.
اوس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسون وايي، داسې اسناد او معلومات یې تر لاسه کړي، چې له مخې یې د میانمار پوځ د دغه هېواد په راخین ایالت کې د روهینګیا مسلمانانو کورونه، مالونه او کلي داسې سوځولي، چې له بېرته را ستنیدو یې مخنیوي وشي.


د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو استازي توماس هونیک داسې وویل (( را ټول شوي معلومات د دې ښودنه هم کوي، چې د میانمار امنیتي ځواکونو په قصدي ډول د روهینګیایانو مالونه او جایدادونه له منځه وړي. په راخین ښار کې یې نه یواځې دوی له خپلو کورونو ایستلي بلکې بېرته یې کورونه ته له راګرځېدو هم د مخنیوي هڅه کوي.))


د اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر ټينګار کوي، چې تر هغې باید روهینګیا کډوال بېرته میانمار ته ستانه نشي، چې هلته یې ټول حقونه نه وي خوندي شوي.
د اسیا او پاسفیک لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر جویتي سانګیرا داسې وویل (( د بېرته ستنیدو په برخه کې زه فکر کوم حکومتونه باید دا روښانه کړي، چې دوی کومې طرحې لري. که دوی بېرته خپل هېواد ته ستنیږي نو لومړی باید دوی توانايي پیدا کړي، چې هغه ځای ته ولاړ شي، چې هلته یې ټول مدني، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري حقونه خوندي کیږي.))


د راپورونو له مخې میانمار کې د روهینګیا لږکیو مسلمانانو پر وړاندې د دغه هېواد د پوځ د تاوتریخوالي له امله تر اوسه له ۵۰۰ زرو ډېر کسان بنګلدیش ته رسیدلي دي. که څه هم ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د میانمار د پوځ له خوا دغه رامنځ ته شوی کړکېچ په کلکه غندلی خو تر اوسه هم د دغه کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره کوم عملي اقدام نه دی تر سره شوی.