ارزګان کې یوې ښځې ځان‌وژنه کړې او یوه وژل شوې ده

لیدنې: 190

ارزګان کې د کورني تاوتریخوالي له امله دوې مېرمني وژل شوي.


د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یوې مېرمنې تېره ورځ ځان وژنه کړې او بله هغه تېره شپه زندۍ شوې ده.

ترینکوټ کي د پولیسو د لومړۍ حوزې آمر میرویس شمشاد ته وویل ، لومړۍ پېښه تېره ورځ شوې چي له امله یې یوه مېرمن چي په نشه یي توکو روږدې وه په ډزو خپل ځان وژلی او بله پېښه تېره شپه د ښار په څلورمه ناحیه کې شوې چي پر مهال یې یوه مېرمن زندۍ شوې ده.

پولیس وایي د دواړو پیښو په اړوند یې څېړنې پېل کړي خو تر دې مهاله یې په دې تړاو څوک نه دي نیولي.

د ارزګان د ښځو چارو ریاست بیا وایي تر اوسه یې د دواړو پیښو په اړوند کره مالومات نه دي تر لاسه کړي.