سرپل کې څلور ټولګټې پروژې بشپړې شوې

لیدنې: 135

سرپل ولایت کې څلور ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.


دغه پروژې د سیلابونو په وړاندې د استنادي دیوالونو او د کرنیزو ځمکو د اوبو کانالونه دي، چې ټولټال څلورنیم ملیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د سرپل د کلیو او پراختیا ریس انجنیر احمد جاوید جاوید شمشاد ته وویل چې د دغو پروژو په تکمیل سره د سرپل مرکز اړوند په نواباد سیمه کې څلور زره جریبه کرنیزې ځمکې ته اوبه رسېږي او همدا راز سلګونه کورنۍ د سیلابونو له خطر څخه وژغورل شوې.

نوموړي وویل چې د یادو ټولګټو پروژو په ترسره کولو کې لس سلنه سهم د سیمې خلکو هم اخیستی وو.