زابل کې د طالبانو مهم قوماندان وژل شوی

لیدنې: 202

د زابل په شاه‌جوی ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم قوماندان او د هغه درې ملګري وژل شوي دي.


زابل کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو مشهور قوماندان او د هغه درې ملګري وژل شوي دي.

د شاه جوی ولسوال وزیر محمد جوادې شمشاد ته وویل، تېر ماسپښين بې پیلوټه الوتکې د یادې ولسوالۍ په "باغکي" سيمه کې پر طالب وسله والو برید کړی دی.

د ولسوال په خبره په دغه برید کې د طالبانو یو مشهور قوماندان مولوي عبدالقادر "جمال خېل" او د هغه درې ملګري وژل شوي دي.

هغه وايي، مولوي عبدالقادر په زابل کې د طالبانو لپاره مهم او په ډیرو جګړو کې فعال کس و.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.