ارزګان کې دیارلس طالبان ووژل شول

لیدنې: 153

د ارزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې ۱۳ وسلوال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.


ارزګان کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلي لېوا قومندان ډګروال رحمت شاه قیمتي شمشاد ته وویل ، د تیرې ورځې را پدېخوا یې د چورې ولسوالۍ په لویدیځ کې د نیازو په نوم هغو سیمو د نیولو په موخه عملیات پېل کړي چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پکې تر دېرشو پورې افغان سرتیري په ډله‌يیزه توګه وژل شوي وو.

د قومندان په خبره یادې سیمې یې نیولي او عملیاتو کې د ملا اسماعېل دفاعي په نوم د مشهور طالب قومندان ډلې ۱۳ جنګیالي وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان شوي.

وسلوالو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.