اتمر: افغان‌ځواکونه د جګړې کټونکي دي

لیدنې: 194

محمد حنیف اتمر وايي، افغان ځواکونه د جګړې ګټونکي کېږي.


د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، د تېرو کلونو په پرتله د ترهګرو شمېر درې برابره زیات شوی او په هرو څلورو وسله والو کې یو یې بهرنی دی.
حنیف اتمر چې د یو نظامي سیمنار د غونډې په پای مراسمو کې یې وینا کوله وویل، اوس افغان ځواکونو له وسله والو سره یواځې په جګړه کې دي او تېرو کلونو کې بهرني ځواکونه ورسره و.

د اتمر په خبره، اوس نړیوالو منلې چې افغانستان تر بل هر هېواد له ترهګرۍ سره زیاته مبارزه کوي او زیاته قرباني ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځواکونه یواځې د افغانستان دفاع نه کوي، بلکې د سیمې هېووادونو په استازیتوب هم له ترهګرو سره په جګړه دي، ځکه ترهګر ټولې سیمې ته ګواښ دی.
حنیف اتمر په نظامي مسوولینو غږ کړی چې ارګ او اجرایه ریاست باور لري چې افغان ځواکونو ګټونکي کیږي او که چیرې نظامیان دا باور په ځان نه لري، نو له خلکو سره دې ژمنې نه کوي.