کرزي د لویې جرګې د را بللو غوښتنه وکړه

لیدنې: 171

مخکینی ولسمشر حامد کرزی وايي د امریکانو د حضور مخالف نه یم.


کرزي د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو هغه ادعاوې رد کړې چې شل ترهګرې ډلې له افغان ځواکونو سره په جګړه دي.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي په امریکا نیوکه وکړه چې څنګه هغه چورلکې نه شي کشف کولی چې مشکوکې دي او وسله والو ډلو ته اکمالات کوي.

ښاغلي کرزي وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف نه دی، خو که حضور یې د افغانستان په خیر وي.

کرزي یو ځل بیا له امریکا غوښتنه وکړه چې د افغانستان ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي او په ټاکنو کې لاسوهنې و نه کړي.

حامدکرزي دا څرګندونې نن په یوه خبرې ناسته کې وکړې او د وضعیت د ښه کیدو لپاره یې د لوی جرګې د رابللو غوښتنه وکړه.