یو پولیس افسر بې عدالتیو ځان‌ وژنې ته اړیستی

لیدنې: 198

یو پولیس افسر چې نن غوښتل د بې عدالتیو له کبله ځان وسوځوي، خلکو یې مخه نیولې.


پولیس افسر ادعا کوي چې د بلخ سیمه ییزو مسوولینو په پنځه ویشت کلنۍ کې تقاعد کړی او اته میاشتې یې بندي کړی دی.
زمان کندهار خبرداری ورکړ، که عدالت ورته و نه رسیږي، ځان وژنه کوي.
د بلخ د ۹ حوزې مرستیال چې اته میاشتې يې په بند خونه کې تېرې کړي، ادعا کوي چې د استخباراتو مخکېنی مدیر حاجي شفیع چې اوس د حیرتان بندر قوماندان دی، د دسیې پر مټ له دندې لیرې بیا یې څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.

د پولیسو افسر زمان کندهاري داسې وویل (( کې عدالت تامین نه شي او حق مې رانکړل شي ځان وژنه کوم، زما په حق کې ظلم او زیاتی شوی دی زه به تر هغې خپل غږ بند نه کړم تر څو مې چې خپل حق نه وي ترلاسه کړی او هغوی چې زما په حق کې یې ظلم کړی سزا نه وي ورکړل شوي.))

زمان وايي، د بند په موده کې سیمه ییزو مسوولینو تقاعد کړی او اوس یې دولتي ادارې غږ نه اوري.
هغه ګواښ وکړ که یې حکومت غږ وانه وري، دارګ مخې ته به ځان ته اور ورته کړي.

ددې موضوع په تړاو مو وغوښتل د بلخ د والي ویاند نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو له پرلپسې اړیکو سره سره بیا هم څوک خبرو کولو ته حاضر نشول.