وکیلان: وزارت‌خونو کې باید زورواکي ختمه شي

لیدنې: 161

ولسي جرګه وايي، په وزارت خونو کې زور واکي باید له منځه لاړ شي.


د ولسي جرګې د غړو اشاره هغو وزیرانو ته وه چې د جرګې لخوا صلب اعتماد شوي خو لا هم خپلو کارونو په سپینو سترګو دوام ورکوي.
بل لورې له بهرنیو، معارف، او اطلاعاتو او کلتور وزارت پرته د اتو وزارتو لپاره نوي کسان ولسي جرګې ته معرفي شوي .
د چهارشنبې په ورځ هم په ولسي جرګې که د سرپرست وزیرانو د کار په دوام او د ولسمشر لخوا د ټولو سرپرست وزیرانو نه معرفي د نیوکو سره مل وو.
ولسمشر له اوږده ځنډ وروسته اوس ولسي جرګې ته د اتو نوماند وزیرانو لست سپارلی چې په نیږدې ورځو کې به یې ولسي جرګه په خپله اجنډا کې شامل کړي
د وکیلانو نیوکې دا دي چې په وازرت خونو کې زور واکي باید له منځه لاړه شي او ټول سرپرست وزیران باید جرګې ته را معرفي شي.
د وکیلانو غوښتنه دا وه ،تر څو چې ټول سرپرست وزیران ولسي جرګې ته را معرفي نشي تر هغې دې یو نوماند وزیر په اجنډا کې نه شاملیږي.
د وکیلان په باور ولسمشر قانون تر پېښو لاندې کړی او سرپرست وزیران یې له ټاکل مودې زیات وخت ساتلي دي.
له اوږدو لانجو او نادریو وروسته پریکړه پر دې وشوه چې د ولسمشر لخوا  اته معرفي شوي وزیران به په خپل اجنډا کې شامل کړي او دریو نورو سرپرست وزیرانو د ژر معرفۍ غوښتنه یې هم وکړه.
په ټوله کې ۱۱ وزارت خونې د سرپرستانو لخوا اداره کیږي چې د دریو بهرنیو چارو وزارت، معارف او اطلاعات او کلتور وزارت په تړاو ولسمشر تر اوسه نوي کسان نه دي غوره کړي.