اروپايي‌ټولنې ته به د برېټانیا وتل سخت تمام شي

لیدنې: 112

بریټانیا به له اروپايي ټولنې په وتلو پښیمانه شي.


د اروپايي کمیسیون مشر جنکر وايي؛ له اروپايي ټولنې د بریټانیا د وتلو ورځ به له ټراژیډۍ ډکه ورځ وي او دواړه خواوې به په دې کار پښیمانه شي.
جنکر وویل؛ اروپايي ټولنې ته به هم د بریټانیا وتل سخت تمام شي خو اړ دي  چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
اوس مهال په بریټانیا کې له ۵ میلیونو زیات اروپايان اوسیږي چې له اروپايي ټولنې د بریټانیا له جلا کیدو وروسته به د ځانګړو شرایطو په اساس هلته اوسیږي.
بریټانیا به د راتلونکي زیږدیز کال په مارچ کې له اروپايي ټولنې و وځي.