ارزګانیان: ملګري ملتونه دې پر موږ خپلې مرستې نه بندوي

لیدنې: 118

ارزګان: ملګري ملتونه دې په ارزګان کې د ملکیانو سره د مرستې دفتر نه تړي.


د ارزګان ولایتي شورا او ولسي وګړي له ملګرو ملتونو غواړي چي دغه ولایت کې د زیانمنېدونکو ملکیانو د لاسنیوي په برخه کې د مرستې دروازه ورباندې ونه تړي او لاسنیوي ته یې دوام ورکړي.
ارزګانیان وايي ارزګان په محاصره حالت کې دی او هره ورځ د جنګ جګړو شاهد وي نو پداسې حال کې د ملکي وګړو پر وړاندې د مرستې د یوه دفتر بندېدا به په جګړو کې زیانمنېدونکو ملکیانو ته یو بل سرخوږی وي.
نن  د ارزګان ولایتي شورا کې لسګونه ارزګانیان د اعتراض په ډول راغونډ شوي و غوښتنه يې کوله چې په دغه ولایت کي باید د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ په نوم مرستندویه موسسه چې د جګړې پر مهال د زیانمن شویو ملکیانو سره مرسته کوي خپل فعالیت ونه دروي او د ملګرو ملتونو څخه غواړي چې دا غوښتنه یې ومني.
دوی زیاتوي، چې ارزګان کې دا مهال ملکیان د لوی ګواښ سره مخ دي، وژل کیږي، ژوبل کیږي، کورونه یې نړیږي او تر ډېره د جګړې پرمهال د سپر په توګه هم کاریږي نو وايي که د مرستو دا دروازه هم ورباندي وتړل شي ناهیلي به یې لا ډېره او د زیان جبران به یې هم له سترګو پناه شي.


د ارزګان اوسېدونکو داسې وویل (( دلته ډېر خلک د جګړو له امله ټپیان شوي دي ګڼې کورنۍ شته چې مرستو ته اړتیا لري موږ د ملګرو ملتونو له دفتر غوښتنه کوو چې خپل دفتر دې دلته نه تړي او د ارزګان اړمنو کورنیو سره دې مرسته وکړي.))

د ولایتي شورا مسوولین هم وايي چي یاد خیریه بنسټ په اوسني حالت کې د ارزګان لپاره ډېر ګټور دی او په وینا یې د فعالیت د دوام غوښتونکي یې دي.
په ارزګان کي د یونامان دفتر خپل سیاسي فعالیت کابو څلور کاله وړاندي دغه ولایت کې پای ته ورساوه او د زون په کچه یې د خپلو چارو د سمبالښت هڅي پېل کړې.
ارزګان کي د وروستیو جګړو له امله یو شمېر نورو موسساتو هم خپل فعالیتونه بند کړل او د ځینو دروازې بیا اوس مهال د تړل کېدو په درشل کې دي.