په کابل کې د ځانمرګي برید وروستي جزیات

لیدنې: 148

شاوخوا څلور بجې د کابل ښار اتمې حوزې اړوند کرکټ بورد دروازې مخې ته ځانمرګی برید شوی دی.


پولیس وايي، ځانمرګی بریدګر په لومړي قراول کې وپېژندل شو چې پولیسو پرې ډزې وکړې او ځانته یې چاودنه ورکړه.
امنیتي سرچینه وايي، په برید کې شپږ پولیس ټپیان شوي دي.
 سیمه اوس مهال د امنیتي ځواکونو لخوا کلابنده ده او وضعیت د پخوا په شان عادي دی.
دغه چاودنه په داسې حال کې کېږي چې نن د کابل کرکټ لوبغالي ته خلک د شپږیزې لوبو د دریمې ورځې لوبې نندارې ته روان و.


په لوبغالي کې لوبه په عادي ډول روانه ده او امنیتي مسولین ډاډ ورکوي ، چې وضعیت عادي دی.
دغو لوبو ته ګڼ بهرني کرکټ لوبغاړي او څارونکي هم راغلي دي.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.