نورستان کې لسګونه مهم وسله‌‌وال وژل شوي

لیدنې: 112

په نورستان کې د طالبانو او حقاني شبکې مهم کسان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو په مهال، د حقاني شبکې د ۷ سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون، نږدې ۹۰ جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سرچینې په خبره په وژل شویو کې د حقاني شبکې مهم قوماندانان، فضل کریم کشتوزی، عبدالحکیم، حمیدالله او مولوي اسمعیل هم شامل دي.
دفاع وزارت ټینګار کړی چې په ټوله کې ددې عملیاتو په مهال ۵۳ اورپکې وژل شوي، ۳۵ ټپیان دي او ۲۱ میله سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو او حقاني شبکې بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.