د اصف مومند قضیه کې ښکېل کسان د پولیسو جلب ته نه حاضرېږي

لیدنې: 196

د عطا محمد نور زوی سربېره یو شمېر نور کسان د کورنیو چارو وزارت دویم جلب ته هم حاضر نشول.


د بلخ د ولایتي شورا غړی آصف مومند وايي، عطا محمد نور د ده په قضیه کې ښکېلو کسانو ته لارښوونه کړې چې د لویې څارنوالۍ څېړنو ته ورنشي.
له دې سره د بلخ امنیه قوماندان هم ومنله چې آصف مومند د دغه له څنګه د عطا محمد نور کسانو له ځانه سره بوته.
ارګ بیا دې قضیه کې ځآن بې طرفه بولي او د لوی څارنوالۍ پریکړې ته انتظار باسي.
همدا یوه اوونۍ وړاندې باوري سرچینو شمشاد ته ویلي و، چې کورنیو چارو وزارت د آصف مومند په قضیه کې د تورنو کسانو د جلب حکم کړی او هغوی یې کابل ته راغوښتي دي.
اوس چې د هغو له ډلې یوازې د بلخ امنیه قوماندان د څېړنو لپاره کابل ته راغلی، آصف مومند ټینګار کوي چې د بلخ والي خپلو کسانو ته امر کړی څو د څېړنو لپاره کابل ته له ورتللو ډډه  وکړي.

د بلخ د ولایتي شورا غړی آصف مومند داسې وویل ((هغه کسان چې زما په قضیه کې ښکېل دی یو یې هم د کورنیو چارو وزارت جلب ته نه دي حاضر شوي او دوی ته دغه لارښونه د بلخ والي عطامحمد نور کړې ده.))

اصف مومند له دې وړاندې ادعا کړې وه چې د عطا محمد نور ساتونکو د امنیه قوماندان سیدکمال سادات له څنګه په زور خپل کور ته بیولی و.
د بلخ امنیه قوماندان له شمشاد سره په خبرو کې ومنله چې آصف مومند د دغه د سترګو پر وړاندې د عطا محمد نور ساتونکو له ځانه سره وړی.
په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ د اصف مومند او د بلخ والي عطامحمد نور د  قضيي په تړاو ځان بې پلوه وښود.
آصف مومند په کراتو د بلخ والي عطا محمد نور تورن کړی چې زوی یې له هغه څخه غوږ خوړلی؛ خو والي بیا دغه تورونه په کلکه رد کړي او هغه یې د خپل ځان پر ضد دسیسه بللې.

خبریال

فضل‌ربي شینواری