د حکومت دوه کلونو کې فساد پنځه څلويښت سلنه لوړ شوی

لیدنې: 217

د اشرف غني په مشرۍ حکومت کې د فساد کچه پنځه څلويښت سلنه لوړه شوې.


د شفافیت د څار بنسټ چې په بیلابیلو برخو کې څېړنې او نظر پوښتنې کوي، تازه څېړنو یې ښودلې چې د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت وروستیو دوه کلونو په پرتله د اشرف غني په مشرۍ د حکومت دوه کلونو کې فساد پنځه څلويښت سلنه لوړ شوی.
ارګ بیا د شفافیت د څآر بنسټ دا راپور رد کړی او د نړیوالو د هغو راپورونو سره یې په ټکر کې یاد کړی چې د افغانستان په تړاو یې برابر کړي دي.
که څه هم له فساد سره مبارزه کې اوسنی حکومت جدي ښکاري او د دې کار لپاره یې ځآنګړی عدلي او قضایي مرکز جوړ کړی، خو تازه څېړنو ښودلې چې د ملي یووالي حکومت له تېر حکومت زیات په فساد کې ډوب دی.


دغې بنسټ هغه لاملونه یاد کړي چې فساد ورسره زیات شوی
(( موازي ادارې چې باید منحل شوی وی، دا کار و نه شو
له اداري فساد سره د مبارزې لپاره کمېسیون نه دی جوړ شوی
یوه منظمه قوي رهبري له فساد سره د مبارزې لپاره جوړه نه شوه
حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره قوي اراده نه لري او توپيري چلند کوي
هغه اداري چې له فساد سره مبارزه کوي، د حکومت تر فشار لاندې دي))

د شفافیت د څار بنسټ له فساد سره د مبارزې لپاره حکومت ته وړاندیزونه هم کړي دي.


(( له فساد سره د مبارزې لپاره دې قوي اراده رامنځ ته شي
د فساد د مخنیوي لپاره دې ژمن کمېسیون جوړ شي
یوه جامع تګلاره دې جوړه شي))


د دې بنسټ مسوولین ټينګار کوي چې حکومت دې ټول هغه کسان له دندو لیرې کړي چې له کلونو راهیسې مفسد پيژندل شوي او لا هم په دندو دي.
په دې موندنو کې د حامد کرزي په مشرۍ وروستي دوه کلونه او د اشرف غني په مشرۍ لومړي دوه کلونه پرتله شوي.
(( د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت ورستیو دوه کلونو کې ۲ میلیارده ډالر فساد شوی
د اشرف غني په مشرۍ د حکومت لومړیو ۲ کلونو کې ۲،۹ میلیارده ډالر فساد شوی))
د شفافیت د څار بنسټ دا راپور بیا ارګ رد کړی او د نړیوالو نورو راپورونو سره چې د فساد په تړاو یې کړي، ناعادلانه بللی.
د شفافیت د څار بنسټ دا راپور وروسته له هغې خپور کړی چې حکومت د لوړپوړو چارواکو د فساد دوسیو څېړلو لپاره عدلي او قضایي مرکز جوړ کړی او دغه راز د مفسدو هېوادونو په نوملړ کې افغانستان له دریمې درجې څخه اتمې ته تللی دی.