ولسمشر غني: هغوی منزوي کړئ چې ځوانان سره جلا کوي

لیدنې: 206

هغه کسان منزوي کړئ چې ځوانان پاشي او د ملي یووالي پرضد یې کاروي.


ولسمشر چې نن یې د ځوانانو نړیوالې ورځې په غونډه کې خبرې کولې اندېښنه وښوده چې ځانګړې کړۍ او اشخاص غواړي ځوانان د ژبي، سمت او مذهب په نومونو سره وویشي.
ولسمشر ټینګار وکړ چې ځوانان کولای شي، هېواد له بحران وباسي.
ولسمشر د نورو ورځو په توپير د ځوانانو غونډه کې زیاته تکیه د ځوانانو پر ونډې وه.
کیدای شي د ځوانانو وروستي تحرکات یي لیدلي وي چې د ځينو سیاسیونو په غږ لارو ته راوتلي، دلته یې ټینګار وکړ چې د ځوانانو په یووالي سره بحرانونه له منځه تلی شي.


د ځوانانو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ولسمشر اندېښنه وښوده چې ځانګړې کړۍ او اشخاص مامور شوي چې د افغان ځوانانو تر منځ یووالی له منځه یوسي، خو پر خپلو ځوانانو باور لري.
ولسمشر چې په خپلو ویناوو کې یوه برخه کې جدي او په لوړو غږ خبرې کړي، د ځوانانو د غونډې وینا کې یې پر ځوانانو غږ وکړ چې هغوی منزوي کړئ چې تاسو په یو او بل نوم پاشي.


د اوبو مدیریت د ولسمشر د خبرو یو بل مهم تکی وو چې په خبره یې، مهار یې اړتیا ده او هغوی چې فکر کوي مهار یې ناشونی دی و یې ننګول.
ولسمشر په هېواد کې ټولو ځوانانو په وړاندې د ارګ دروازې خلاصې وګڼلې چې ځوانان کولای شي خپلې ستونزې ور وروسوي، خو غونډه کې یو ځوان چې له اجنډا پرته د خبرو تر میز ورسید نیوکه وکړه چې ارګ انحصار دی او ځوان نه شي کولای خپل غږ وروسي.
ولسمشر اعتراف وکړ چې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له کبله یې د زده کړو پروګرامونو ته زیات پام ونشوای کړای او اوسنی نصاب یې نیمګړی وګاڼه چې باید اصلاحات پکې راشي.