د ولسمشر او عطامحمد نور ترمنځ اختلافاتو اندېښنې پیدا کړي

لیدنې: 299

د بلخ د والي او ولسمشر غني تر منځ اختلافاتو بلخ کې پر حکومتولۍ منفي اغېز کوي.


بلخ کې د نظر خاواندان باور لري چې دغه اختلافات پر امنیتي، اقتصادي او ټولنيزو چارو د منفي اغېز تر څنګ د خلکو په فکر او روان هم بد تاثیر کولای شي.
د بلخ د والي ویاند بیا وایي چې عطامحمد نور له ولسمشر غني سره د حکومتولۍ او اداري برخه کې ستونزه نلري .
په ترکیه کې د جمعیت، جنبش او وحدت ګوندونو تر منځ د حکومت ضد ایتلاف له جوړېدو وروسته، عطامحمد نور د بلخ د والي تر څنګ په حکومت کې دننه د حکومت پر خلاف د اپوزیسیون رنګ هم خپل کړی.
نوموړي تازه له یوې غربي رسنۍ په مرکه کې ویلي چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو یو شمېر حکومتي ودانۍ او هوایي ډګرونه به پر حکومت د فشار راوړلو په موخه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د نظر خاوندان د نور او ارګ تر منځ اختلافاتو ته په کتو وايي چې دغه چاره په بلخ کې پر حکومتولۍ منفي اغېز کوي.
د چارو شنونکی ډاکټر وکیل متین په دې اړه وايي چې د حکومتولۍ پر وړاندې د ستونزو د مخنیوي په خاطر باید د بلخ والي له خپلې دندې استعفا وکړي او بیا د حکومت پر وړاندې د اپوزیسیون رول ولوبوي.

شنونکی ډاکتر وکیل متین داسې وویل (( دا په خپله یو ډول غیر قانوني عمل دی چې هم د حکومت له امکاناتو ګټنه کوي او هم د حکومت پر ضد څرګندونې او کړنې، عطا محمد نور دې لومړی له خپلې دندې استعفا وکړي او بیا دې د اوپوزیسیون اعلان.))


حکومت دننه اختلافاتو د بلخ ولایتی شورا هم اندېښمنه کړي. د دغې شورا مشر وايي چې له دا ډول حالاتو د افغانستان دښمنان ګټه پورته کوي.
په ورته وخت کې بیا د بلخ د والي ویاند وايي چې عطامحمد نور له ولسمشر غني سره په اداري او حکومتولۍ برخه کې اختلاف نلري او له همدې امله دغه سیاسي اختلافات پر حکومتولۍ منفي اغېز نشي کولای.
د بلخ ولایتي شورا په ټولو سیاسي ډلو ټپلو غږ کوي، چې له ټولو هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د ښې حکومتولۍ او خدماتو پر وړاندې خنډ جوړېږي.