په افغانستان کې داعش ډله کمزورې شوې

لیدنې: 274

امریکا په افغانستان کې کار کوي چې څنګه کیدای شي د داعش ډلې د پراختیا مخه ونیسي.


د امریکا باوري سرچینې وایي، په پام کې لري چې د وسلوالو د ځپلو لپاره په هوایي ځواک ۶ ملیارده ډالر مصرف کړي.
امریکایي چارواکو د ولسوالیو لاس په لاس کېدو لامل په ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو د تشکیل کموالی یادوي.

د افغانستان په ننګرهار او د عراق په موصل کې په داعش وسلوالې ډلې وروستیو بریدونو داسې ښکاري چې دغه ډله اوس له خپل پخواني زور غورځېدلې
افغانستان کې امریکایي جنرالان په دې کار کوي چې د دغې وسلوالې ډلې شمېر په افغانستان کې زیات نه شي.
 )) په اوس وخت کې زمونږ زیات تمرکز په دې دی چې په افغانستان کې اسلامي دولت ډله (داعش) زیاته نه شي. دې ډلې کوښښ کاوه چې په افغانستان کې د عراق او سوریې په څېر خوندي ځایونه جوړ کړي، خو دغه ډله ونه توانېدله.))

جګړې ته په کتو زیات ټینګار کېږي چې باید نړیوال افغان هوایي ځواک پیاوړی کړي، داسې چې وسلوالو زور پرې اوبه شي.
په تازه اقدام کې امریکا غواړي په هوایي ځواک ۶ ملیارده ډالر مصرف کړي.

(( امریکا په پام کې لري چې د هوایي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې د ۷ کلونو لپاره ۶ ملیارده ډالر ولګوي. افغان هوایي ځواک ښې وړتیاوې ښوولې او له پخوا زیات غښتلي شوي چې د لویو عملیاتو وړتیا لري.))

په نوي جنګي تکتیک کې وسلوالو تمرکز په هغو ولایتونو کې کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو تشکیل په کې کم ده چې له امله ولسوالۍ لاس په لاس کېږي چې امریکایي جنرال د زیاتو امنیتي ځواکونو په ډېریدو ټینګار کوي.


((  په ولسوالیو کې پوره تشکیل نه شته او وسلوال په لوړه کچه برید کوي چې له امله یې ولسوالۍ سقوط کوي او افغان امنیتي ځواکونه د تلفاتو د مخنیوي لپاره مجبور دي چې شاتګ وکړي.))

دا معلومات مونږ ته هغو امریکایانو راکړي چې نه غواړي نومونه په رسنیو کې راشي دوی دغه راز وویل افغانستان ته نوي امریکایي ځواکونو راتګ په اړه چې کله اجازه وشي ښایي اونۍ او یا هم ښایي میاشتې وخت ونیسي.