د افغان‌ځواکونو په نظامي تجهیزاتو کې هم غلا کیږي

لیدنې: 206

د افغان ځواکونو په وسایلو وسله‌وال مخالیفین تجهیز کیږي .


عبدالله عبدالله چې په امنیتي سکتور کې له اداري فساد سره د مبارزې په کنفرانس کې خبرې کولې اعتراف وکړ چې د افغان ځواکونو تجهیزات پلورل کیږي . .
عبدالله زیاته کړه چې حکومت په امنیتي ځوکونو کې له فساد سره د مبارزې ټینګه اراده لري او په دې برخه کې بدلونونه راځي.
د افغانستان په امنیتي او دفاعي سکتور کې له فساد سره دمبارزې ګډ کنفرانس کې د حکومت اجرایه ریئس د خبرو پرمهال په امنیتي ارګانونو کې د فساد سترې بیلګې وړاندې کړې .
عبدالله عبدالله وویل چې د نورو لوژستیکي برخو سر بېره د افغان‌ځواکونو په نظامي تجهیزاتو کې هم غلا کیږي، په مخالفینو پلورل کېږي او بېرته پرې سرتېري وژني.
عبدالله وايي ولسمشر په امنیتي او دفاعي سکتور کې له فساد سره د مبارزې لپاره کلکه اراده لري او ټول هغه کسان چې په فساد تورن وي عدلي او قضايي اورګانونو ته به یې وسپاري .

اجرایه رییس عبدالله عبدالله داسې وویل (( په امنیتي او دفاعي سکټورنو کې له فساد سره جدي یو او هغه مسوولین چې په فساد کې ښکېل دي عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.))

په همدې حال کې لویه څارنوالي وايي په امنیتي اورګانونو کې فساد د ولسونو د بقا پروړاندې لوی ګواښ دی .

له اداري فساد سره د مبارزې په دغه درې ورځیني کنفرانس کې چې د امنيتي او د فاعي سکتور او لوی څارنوالۍ له لوري په ګډه جوړشوی و د فساد مخنیوي لپاره بیلابیلې طرحې وړاندې شوې .