په افغانستان کې د فساد لاملونه!

لیدنې: 184

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستو کې د فساد اصلي لامل لویدیزهیوادونه دي.


له فساد سره د مبارزې عالي اداره وایي، مرسته کوونکو هیوادونو د مرکزي حکومت له همغږۍ پرته له ولایتي چارواکو او نفوذي شرکتو سره د پروژو تړونونه کړي چې هره پروژه په دریم او څلورم لاس قرارداد شوې.
له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنې دا دي که د فساد مخنیوی غواړي هغه پخواني چارواکي دې کابل ته وسپاري چې په فساد او اختلاس کې ښکیل دي.
افغانستان ته د نړیوالو ملګرو هېوادونو ډالري مرستې چې افغان حکومت یې په مصرف کې خلاص لاس نه درلود، اوس د ولسمشر غني حکومت ته په میراث  پاتې  فساد د هغه حکومتولي له کړکېچ سره مخ کړې.
نړۍوالو پروژې د مرکزي حکومت له همغږۍ پرته هغو کسانو ته ورکړي چې په سیمو کې پراخ نفوذ لري چې دې کړنې فساد ته لار اواره کړې او په نړیوالو نیوکې دي چې دوی له کورنیو فاسدو څېرو سره د فساد لوی شریکان دي.
د نړیوالو په مرسته شوو پیسو باندې دلته کورني اشخاص او افراد دومره پړسېدلي چې اوس حکومت ته په جدي ګواښ اوښتي دي.
نیوکې دادي که نړیوالو خپلو ملګرو او نفوذي کسانو ته پروژې نه وی ورکړی اوس به افغانستان د فساد نوملړ په اول ، دویم او درېیم ځای کې نه وو.

هغه افراد او اشخاص چې په افغانستان کې د فساد لامل دي او اوس د نړیوالو په واک کې دي افغان حکومت ته نه دي سپارل شوي چې دې کار افغان حکومت سره د نړیوالو ملاتړ له پوښتنې سره مخ کړی.
ولسمشرۍ ماڼۍ له فساد سره مبارزه کې د نړیوالو همکاري مهمه بولي.
دا غوښتنې داسې مهال کېږي چې د افغانستان بانک پخوانی مشر عبدالقدیر فطرت او د حج اوقافو وزیر صدیق چکري چې د فساد پراخ تورونه پرې دي له ډېرو غوښتنو سره سره لویدیز افغان حکومت ته نه دي سپارلي.
دا دواړه څېرې د مخیکني ولسمشر حامد کرزي د کابینې غړي وو، چې له فساد او اختلاس وروسته له هېواده وتښتېدل.