د ملا منصور په وژلو کې پاکستان لاس درلود

لیدنې: 228

د طالبانو مخکېنی مشر ملا منصور خبر و، چې وژل کېږي.


د طالبانو یو قوماندان نیویارک ټایمز ورځپانې ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي، ملا منصور خبر و، چې څه ورته پېښېږي نو له همدې کبله یې خپله کورنۍ خبره کړې وه چې د جنازې ترتیبات یې ونیسي.
طالب قوماندان ټینګار کړی چې پاکستان له ملا منصور زیات څه غوښتل؛ خو منصور ترې انکار کړی او په وژنه کې يې هم پاکستان نېغه په نېغه لاس لري.
د ملا محمد عمر له مړینې وروسته طالبانو ملا منصور د خپل نوي مشر په توګه وټاکه.
د طالبانو تر لنډې مشرۍ وروسته ملا منصور د ۲۰۱۵ کال په نوامبر میاشت کې هغه مهال د امریکايي ځواکونو له لوري هوايي برید کې ووژل شول، چې له ایران څخه پاکستان ته په لاره و.
تازه ملا منصور ته نږدي کس او د طالبانو یو پخواني قوماندان نیویارک ټایمز ته په ډاګه کړې، چې د ملا منصور په وژلو کې پاکستان لري او هغه له وړاندې هم خبر کړی و.
 
پخواني طالب قوماندان نیویارک ټاېمز ته داسې ویلي  ((د سفر په مهال خپلې کورنۍ ته ټلفون کړی و، چې د ده د مرګ چمتووالی ونیسي. ملا منصور پوهېده چې کوم څه پېښېږي نو له همدې کبله یې خپله کورنۍ ته ویلي و، چې څه باید وکړي. همدا و چې ملا منصور تر برید لاندې راغی او ووژل شول، چې په وژلو کې يې پاکستان لاس درلود.))

له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې دغه طالب قوماندان ویلي، چې پاکستان له ملا منصور زیاتې تمې لرلې، هغه څه چې ملا منصور ترې انکار کاوه.

پخواني طالب قوماندان نیویارک ټاېمز ته داسې ویلي  ((پاکستان له ملا منصور ډېر څه غوښتل؛ خو منصور ورته ویل چې تاسو په ما هرڅه نشئ منلی. جګړه زه کوم، مرګ ژوبله هم زه ورکوم، هغه له یو شمېر عربي هېواونو، له افغان قاچاق وړونکو پیسې ترلاسه کولې او په دې وروستیو کې يې هڅې پیل کړې وې چې له ایران او روسیې سره هم اړیکې ټینګې کړې  او د پاکستان له انحصاره ځان وباسي. ))

دغه طالب قوماندان همدا راز ویلي چې ملا منصور د پاکستان هغه غوښتنې هم په کلکې ردولې چې په افغانستان کې ترې د بنسټیزو پروژو لکه د ښوونځیو، پلونو او سړکونو له منځه وړل و.
پخواني طالب قوماندان زیاته کړې چې ملا منصور له افغان دولت سره د سولې خبرو ته هم چمتو و او په پاکستان کې يې ځینې غونډې هم جوړې کړې وې.

خبریال

فضل‌ربي شینواری

سمونه

جان‌محمد مومند